لمونځ څرنګه اداء کړم؟ (شپږمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د لمانځه په وختونو کې د جنتريو رعايت
پوښتنه : زمونژ په زمانه کې عموما د لمنځونو وختونه په جنتريو سره معلوميژي او د جنتريو بنياد پر نوي فلکياتي علم پورې اړه لري آيا په دې کې څه خبره شته او که نه؟.
ځواب : په دې کې هيڅ خبره نشته، وسايل او ذرايع مقصود نه دي، بلکې مطلوب په خپله مقاصد دي، اسلام د وختونو بنياد د لمر په سيورو، طلوع او غروب، شفق او ظاهري اثارو باندې ايښى دى، ځکه چې دا يو داسې معيار دى په کوم چې هر خاص او عام په آسانه طريقه پوهيدلاى شي او دا هر څوک جوړولاى شي، البته د دې حيثيت يواځې نښې دي، او که چيرته د نورو شيانو په ذريعه غالب ګمان راتلو چې شريعت ته مطلوب وخت راتلونکى دى نو په دې باندې عمل کول کافي دي، د جنتريو همدا حيثيت دى او د فلکياتو نوى ترقي يافته علم کم له کمه د همدغه غالب ګمان د پيدا کيدو لپاره کافي دى ([1]).
د شرعي شپې تحقيق
پوښتنه : د شامي په کتاب الصوم (ج : ٢ : ص : ٨٨) کې راغلي چې شرعي ورځ له صبح صادق نه تر غروب پورې وي، باقي شپه دي، پرته له عرفي ورځې، دلته شرعي شپه مراد دى که عرفي؟.
ځواب : له غروب سره سم شرعي شپه شروع کيژي، لقوله تعالي (اتموا الصيام الى الليل) ([2]).
د شپې په دری بجې د ماسخوتن لمونځ
پوښتنه : که د ماسخوتن لمونځ د شپې په يوه، دوه يا دری بجې اداء کړی شي نو دا اداء شو که قضاء؟.
ځواب : په دغو وختونو کې په کولو سره هم لمونځ اداء کيږي، مګر تر همدې وخته دې نه ځنډوي، بلکې په ټاکلي وخت دې په جماعت سره اداء کړي ([3]).
له دولسو بجو وروسته د ماسخوتن لمونځ
پوښتنه : آيا له دولسو بجو وروسته د ماسخوتن لمونځ مکروه کيږي؟.
ځواب : له نيمې شپې نه تر وروسته وخت پورې د ماسخوتن لمانځه ځنډول مکروه دي ([4]).
د وترو وخت کوم يو دی
پوښتنه : د وترو وخت کوم يو دی؟
ځواب : همدغه د ماسخوتن وخت يې دی، خو د ماسخوتن له لمانځه څخه وروسته به يې کوي، مخکې نه کيږي ([5]).
د تهجدو وخت
پوښتنه : مونږ ته د تهجدو وخت بيان کړئ، له کوم وخت نه تر کومه وخته دی او په هغه کې څه ويل کيږي؟.
ځواب : له نيمې شپې ورسته تر صبح صادق پورې د تهجدو وخت دی، په دې وخت کې چې څومره نفل وکړی شي هغو ته تهجد ويل کيږي، کم له کمه څلور او زيات نه زيات دولس رکعته نفل سنت دي، له دې پرته چې څومره زيات کولای شي هغه ستاسو خوښه ده ([6]).
د پشمني له ختميدا سمدستي وروسته د سهار لمونځ
پوښتنه : د سهار اذان د پشمني له ختميدا سمدستي وروسته کيژي دا روا دى؟ او د پشمني له ختميدا سمدستي وروسته د سهار لمانځه اداء کول صحي دي او که نه؟.
ځواب : احتياط په دې کې دى چې هر کله د موجوده نقشو مطابق د پشمني وخت ختم شي نو سمدستي د سهار لمونځ ونکړى شي، بلکې له لسو پنځلسو دقيقو انتظار وروسته اداء کړى شي، تر څو چې پرته له اختلافه صبح صادق شي، هو ! که يو څوک سمدستي وروسته لمونځ وکړي لمونځ يې شوى دى ([7]).
له اذان دمخه د لمانځه کولو حکم
پوښتنه : که چيرته مونږ له صبح صادق دمخه يا د سهار له اذان دمخه د سهار دوه رکعته وکړو نو آيا دا اداء کيږي؟.
ځواب : له صبح صادق وروسته او د سهار له اذان دمخه که د سهار دوه رکعته سنت وکړی شي نو اداء کيږي او که له صبح صادق دمخه وکړی شي نو نه اداء کيږي ([8]).
چيرته چې د ماسخوتن وخت نه پيدا کيږي هلته د ماسخوتن لمونځ کيدلای شي که نه
پوښتنه : په لندن کې له دوه ويشتم د می څخه تر يويشتم د جولائي پورې شپه يوازې څلور نيم ساعته وي، په دغو ورځو کې د شفق غروب نه وي، نو په داسې حال کې د ماسخوتن لمانځه حکم څه دی؟ د ماسخوتن لمانځه وخت خو د شفق له غروب وروسته دی، لهذا د لاندينو خبرو تفصيل راته بيان کړی :
(۱) چيرته چې د ماسخوتن وخت نه پيدا کيږي هلته د ماسخوتن لمونځ فرض دی که نه؟.
(۲) که چيرته فرض وي نو په کوم وخت کې به يې اداء کوي.
ځواب : په داسې ځای کې چيرته چې د شفق له غروب دمخه يا له غروب سمدستي وروسته لمر راخيږي او د ماسخوتن وخت نه پاتې کيږي نو د همداسې ځای پر اوسيدونکو باندې د ماسخوتن لمونځ فرض دی که نه؟ په دې کې اختلاف دی، ځينې فقهاء وايي چې په هغوی باندې د ماسخوتن لمونځ فرض نه دی، دليل يې دا دی هر کله چې د ماسخوتن لمانځه سبب موجود نه دی نو په هغوی باندې لمونځ هم فرض نه دی، په دې موسم کې د همداسې ځای اوسيدونکي د څلورو لمنځونو پر کولو مکلف دي، لکه په مقطوع اليد باندې (چې لاس يې غوڅ شوی وي) په اوداسه کې دری فرض دي، مګر يو شمير نور فقهاء وايي چې د همداسې ځای په اوسيدونکو باندې د ماسخوتن لمونځ فرض دی، راجح قول او واجب العمل همدا قول دی، دليل يې دا دی چې خدای تعالی د هر ځای په اوسيدونکو باندې پنځه لمنځونه فرض کړي دي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم شريعت عام دی هيڅوک ترې مستثنی نه دي، د اوداسه په اندامونو او د لمانځه په سبب کې فرق دی، په غور او فکر سره معلوميږي فرضيت د لمانځه په خفي سبب سره ثابت دی وخت د هغه لپاره ظاهري سبب دی او د خفي سبب لپاره د نښې په ډول دی، د هغه اصلي او حقيقي منل صحي نه دي، لهذا د ظاهري سبب د نه موجوديت له امله حقيقي او اصلي سبب کوم چې نفس الامري دی نه ورکيږي، د کوم په وجوب باندې چې نور دلايل هم شته دي، د معراج په حديث کې راغلي چې لومړی پنځوس لمنځونه فرض وو، بيا کميدل کميدل تر دې چې پنځه لمنځونه پاتې شول، په کومو کې چې هيڅ تصريح نشته چې دا حکم د فلاني هيواد (ملک) لپاره دی او د فلاني هيواد لپاره نه دی او خدای تعالی د ټول عالم په ټولو شيانو باندې علم لري، لهذا له دغه حکم څخه هيڅ ځای مستثنی نه دی، د دجال په حديث کې راغلي چې يوه ورځ به د کال برابره وي، يوه ورځ به د مياشتې برابره وي او يوه ورځ به د هفتې برابره وي، صحابه کرامو رضی الله عنهم پوښتنه وکړه چې آيا په دغو ورځو کې به هم پنځه لمنځونه کافي وي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : پنځه لمنځونه کفايت نکوي، په دغو ورځو کې به د کال، مياشتې او د هفتې د لمنځونو اندازه کيږي او بيا به اداء کيږي، يعنې په څلرويشتو ساعتونو کې به پنځه لمنځونه په څه قدرې فاصله کې اداء کيږي، له دې څخه دا معلومه شوه چې ظاهري سبب د منلو وړ نه دی، اعتبار اصلي او حقيقي سبب لره دی ([9]).
([1]) جديد فقهي مسايل، ١ : ٨٦، مولنا خالد سيف الله رحماني.
([2]) فتاوى عثماني، ١ : ٣٦١، بحواله : شامية، ج : ٣، ص : ٣٧١.
([3]) محموديه، ۵ : ۳۴۸، بدائع الصنائع، فصل في بيان شرائط الارکان، ج : ١، ص : ٥٧٧، وکذا في البحر الرائق، کتاب الصلوة، ج : ١، ص : ٤٣٠.
([4]) محموديه، ۵ : ۳۴۹، بحواله : الحلبي الکبير، ص : ٢٢٩، کتاب الصلوة، بحث فروع في شرح الطحاوي، الفتاوى العالمګيرية، کتاب الصلوة، الباب الثالث فيما يکره للصائم وما لايکره، ج : ١، ص : ٢٠٠.
([5]) تعليم الاسلام دريمه برخه : ۵۳، حضرت مولنا محمد کفايت الله دهلوي رحمه الله
([6]) آپکی مسايل اور انکا حل، ۳ : ۲۱۸، طحطاوي علي مراقي الفلاح، ص : ٢١٧، فصل في تحية المسجد، صحيح بخاري، ج : ١، ص : ١٣٥، باب ما جاء في الوتر، معارف السنن، ج : ٤، ص : ١٣٣، بيان اکثر صلاته بالليل واقل ما ثبت.
([7]) فتاوى عثماني، ١ : ٣٦٢، مفتي محمد تقي عثماني
([8]) محموديه، ۵ : ۳۵۸، الصحيح المسلم، کتاب الصلوة المسافرين، باب استحباب رکعتي الفجر اه، ج : ١، ص : ٢٥٠.
([9]) فتاوی رحيميه، ۴ : ۷۶، بحواله : فتح القدير، ج : ١، ص : ١٩٧ – ١٩٨، کتاب الصلوة، باب المواقيت، رسائل الارکان، ص : ٥٧ – ٥٨.



