کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون د پاکستان هوايي برید یو «بزدلانه او د انسانیت ضد عمل» دی.
وزارت دا پېښه د افغانستان پر حاکمیت تېری او د سیمې د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ بللی.
هند له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د برید عاملین حساب ته راکاږي او د ملکي وګړو پر وړاندې د ورته کړنو مخه ونیسي.
همداراز د ټپيانو د درملنې او د اغېزمنو کورنیو ملاتړ لپاره د نړیوالو مرستو پر اړتيا يې ټينګار کړی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ويل شوي چې هېواد یې له افغانستان سره بشپړ ملاتړ لري او د افغانانو خوندیتوب یې نړیوال اولویت ګڼي.
















