عباس عراقچي: د افغانستان له حکومت او خلکو څخه د ايران د ملاتړ مننه کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د روژې په میاشت کې د افغانستان د حکومت او خلکو د ملاتړ مننه کړې ده.

هغه ویلي، افغانانو د امریکا او اسرائیلو د تجاوز غندنه کړې او د ایران د خلکو او دولت سره یې همدردي او ملاتړ څرګند کړی دی.

عراقچي ټینګار کړی چې ایران د الله په توکل د تجاوز په وړاندې په پوره ثبات او مقاومت ولاړ دی او د خپلو ملي اصولو ساتنه کوي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې سوله او ارامښت هم دوام وکړي او د خلکو ژوند خوندي پاتې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button