کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ وری، ۱۴۰۴ل)
د ایران د سپاه پاسداران له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا او اسراییلو په ګډ برید کې د اصفهان او خرمشهر د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي دي.
د سپاه پاسداران په بيان کې ويل شوي، په خرمشهر کې د برېښنا سټېشن د ګازو د رسونې کرښې زیانمنې شوي چې په پایله کې یې په ښار کې برېښنا بشپړه پرې شوې ده.
سپاه پاسداران زیاتوي چې دغه برید د ایران پر مهمو زیربنايي تاسیساتو ترسره شوی او د هېواد د انرژۍ پر برخې یې مستقیم اغېز کړی دی. چارواکي وايي ارزونه روانه ده او تخنیکي ډلې د زیانونو د راټولولو او د برېښنا د بېرته فعالولو لپاره کار کوي.
له بریدونو وروسته، د سپاه پاسداران مشرتابه اعلان کړی چې د اسراییلو او د خلیج د سیمې د انرژۍ پر ټولو تاسیساتو د غبرګون لپاره پرېکړه شوې ده.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې “نوی خبرداری ډېر ژر خپرېږي” او ایران به د ترسره شوو بریدونو په مقابل کې “قاطع ځواب” ورکړي.


















