کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ وری، ۱۴۰۴ل)
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د امریکا خلیجي متحدین په تدریجي ډول د ایران پر ضد جګړې ته نږدې کېږي، ځکه د ایران مسلسلو بریدونو د دوی اقتصاد زیانمن کړی او د هرمز د تنګي پر اوږدمهاله کنټرول یې د تهران د نفوذ د زیاتېدو اندېښنې زياتې کړې دي.
سرچینې وايي سعودي عربستان امریکايي ځواکونو ته اجازه ورکړې چې د ملک فهد هوايي اډه د عملیاتو لپاره وکاروي، چې دا پرېکړه د جګړې د پیل له وړاندې د ریاض له اعلان شوي دریځه ښکاره بدلون دی.
په همدې حال کې امارات د ایران پورې تړلو ځینو تاسیساتو—لکه په دوبۍ کې ایرانی روغتون او کلب—بند کړي او د ایران پر پانګونو يې محدودیتونه لا زيات کړي او ترڅنګ يې ايران ته د ځواکونو لېږلو احتمال هم ارزوي.
شنونکي وايي چې د سعودي او اماراتو وروستي ګامونه ښيي چې عربي هېوادونه ورو ورو د امریکا او اسراییلو د عملیاتو برخه ګرځي، خو د جګړې د پراخېدو او د ایران د احتمالي غبرګون په اړه لاهم ژورې اندېښنې موجودې دي.


















