کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ وری، ۱۴۰۴ل)
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د کوچني اختر په رخصتیو کې شاوخوا ۲.۳ میلیونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد تاریخي، طبیعي او تفریحي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.
د وزارت ویاند خبیب غفران زیاته کړې چې د امنیتي ادارو په بشپړه همکارۍ سیلانیانو د هېواد په ټولو ولایتونو کې په ډاډه فضا سفرونه کړي دي.
ښاغلي غفران په وینا، د چاپېریال ساتنې، پاکوالي او د سیاحتي ځایونو د خوندي ساتلو لپاره هڅې روانې دي او پلانونه تر جريان لاندې دي چې ګرځندوی لا پراخ او سیلانیانو ته اسانتیاوې زیاتې شي.


















