کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ وری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت وايي، چې په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې یې د ښځو حقونو اړوند شاوخوا ۶۰۰۰ قضیو ته رسېدنه کړې چې پکې په دغو قضیو کې د میراث حق، جبري نکاح او د کورني تاوتریخوالي مخنیوي پېښې شاملې دي.
وزارت همدارنګه ویلي چې تېر کال یې ۳۸۰۰ دښمنۍ او شخصي شخړې حل کړي او د اسلامي امارت د فرمان له مخې یې شپږ زره رواني ناروغان د درملنې لپاره افغاني سرې میاشتې ته معرفي کړي.
راپور کې راغلي چې یاد وزارت تېر کال تر ۷۰۰ زیات کسان د جادوګرۍ په تور نیولي او عدلیي ارګانونو ته یې سپارلي او د هېوادوالو شاوخوا ۶۰۰۰ شکایتونو ته رسېدنه، په بازارونو کې د احتکار او د نرخونو د لوړوالي مخنیوی د وزارت د نورو مهمو لاسته راوړنو په ډله کې شامل دي.


















