کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ وری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د کمکي اختر په مناسبت یو امریکایي تبعه «ډینس کویل»، چې د نافذه قوانینو د سرغړونې له امله نیول شوی و، آزاد شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د نوموړي کورنۍ د اختر د مبارکو ورځو په پار د اسلامي امارت له مشرتابه د شفقت او عفوې غوښتنه کړې وه، او د سترې محکمې د محترم مقام له حکم وروسته د هغه پخوانی حبس کافي بلل شوی دی. ډینس کویل نن په کابل کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا اقدام د بشري خواخوږۍ او نېک نیت له مخې ترسره شوی، او اسلامي امارت باور لري چې دا ډول ګامونه د هېوادونو ترمنځ د باور فضا پیاوړې کوي.
وزارت هیله څرګندوي چې افغانستان او امریکا به د تفاهم او رغنده خبرو له لارې پاتې ستونزو ته د حل لارې ومومي. همدارنګه، اسلامي امارت په دې تړاو له متحده عربي اماراتو څخه د اسانتیاوو او همکارۍ مننه کړې ده.


















