ملګري ملتونه: پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ وری، ۱۴۰۴ل)

ملګرو ملتونو د بشري حقونو متخصصانو په تازه اعلامیه کې ویلي، چې پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه د ملکي وګړو د ژوند د حق نقض دی او د نړیوالو قوانینو له مخې هېڅ ډول قانوني بنسټ نه لري.

د ملګرو ملتونو د کار پوهانو په وینا، اسلام‌اباد تر اوسه داسې باوري شواهد نه دي وړاندې کړي چې وښيي د تحریک طالبان پاکستان بریدونه د طالبانو له لوري له افغانستانه تنظیم شوي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو څرګنده کړې چې دغه بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور له دویمې مادې سره په ټکر کې دي او یوازې هغه وخت د مشروع دفاع حق رامنځته کېږي چې لومړی پر پاکستان برید شوی وای. د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، روان تاوتریخوالی د دواړو هېوادونو پر ښوونځیو، پولې، سوداګرۍ او ملکي زیربناوو منفي اغېز کړی او ګڼ ملکي تاسیسات لکه روغتیايي مرکزونه، کورونه او د بې‌ځایه شویو کمپونه زیانمن شوي دي.

متخصصانو له کابل او اسلام‌اباد غوښتنه کړې چې د بشري حقونو نړیوال اصول مراعات کړي، د ملکي خلکو ساتنه یقیني کړي او د سرغړونو په اړه خپلواکې پلټنې ترسره کړي.

هغوی ټینګار کړی چې دواړه خواوې دې دایمي اوربند اعلان کړي او د شخړې د اصلي لاملونو د حل له لارې دې د سولې پر لوري عملي ګام واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button