ایران له چین او روسیې د امریکا او اسراییلو د «تېري» په تړاو د قاطع دریځ غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ وری، ۱۴۰۴ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل چيني سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې له بیجینګ او مسکو غوښتي چې د امریکا له لوري د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د «له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې» مخه ونیسي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، عراقچي ټینګار کړی چې چین او روسیه باید د امریکا او اسراییلو د وروستیو بریدونو د غندنې لپاره روښانه او قاطع دریځ ونیسي، او د دې مخه ونیسي چې واشنګټن د امنیت شورا صلاحیتونه د خپلو اهدافو لپاره ونه کاروي.
د خبر له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر امریکايي ـ اسراییلي پوځي بریدونه سخت غندلي او د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د مشر، ډاکټر علي لاريجاني د وژل کېدو له امله یې د تهران مشرتابه سره خواخوږي څرګنده کړې، هغه یې یو هوښیار او مهم شخصیت بللی.
عراقچي امریکا او اسراییل د سیمې د روانو ترینګلتیاوو اصلي مسوولین بللي او ویلي یې دي چې ایران به د خپلې خاورې او حاکمیت د دفاع لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړې چې د هرمز تنګي امنیت له سیمهییزو تحولاتو بېليدای نه شي، او د تهران اقدامات د نړیوالو قوانینو له مخې د دې لپاره دي چې دغه ستراتیژیکه لاره د دوی پر ضد په «دښمنانه فعالیتونو» کې استعمال نه شي.



