ایران پر کوېت، عراق، او تل‌ابیب توغنديز او ډرون بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ وری، ۱۴۰۴ل)

د تسنیم خبري اژانس د معلوماتو له مخې، ايران د امریکايي ځواکونو د اوسيدو ځایونه په کوېت کې د ډرون او توغندیو بریدونو هدف ګرځولي، او په بغداد کې د امریکا د ویکتوریا اډې په خوا کې څلور انتحاري ډرونونه لګېدلي چې له امله یې اډه د خطر زنګونه فعال شوي.

دغه راز عبري رسنیو په تل‌ابیب او اربيل کې د درندو چاودنو د غږونو د اورېدو خبر ورکړی او د اسرائیل پوځ تأیید کړې چې له ایران څخه د توغندیو بریدونه شوي.

سرچینې وايي، په تل‌ابیب، لويديځه غاړه کې ګڼو ښارګوټو کې د خطر زنګونه فعال شوي او اسرائیلو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي‌.

مربوطه مطالب

Back to top button