کابل کې د پارلمان ودانۍ طالبانو په ۴ راکټونو ویشتلې

کابل ټکی کام ۰۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له کابل څخه خبري منابع وايي، چې نن سهار د پارلمان ودانۍ او ورته څېرمه د افغان عسکرو یوه نظامي قرارګاه د طالبانو د توغندیزو بریدونو لاندې راغلې.
ویل کیږي، چې نن د کورنیو چارو وزارت سرپرست تاج محمد جاهد، د ملي امنیت عمومي مشر مسعود اندرابي او لوی درستیز قدم شاه شهیم د ولسي جرګې له لورې د مهمو امنیتي مسایلو په اړه د استجواب څخه وروسته د پارلمان نوې ودانۍ او ورته څېرمه د عسکرو نظامي قرارګاه په توغندیو ویشتل شوي دي.
طالبانو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د دغې پېښې د مسئولیت اخیستو تر څنګ ویلي دي، چې د راکټونو په لګېدو مقابل لوري ته د سر او مال درانده زیانونه اوښتي دي.
له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش وایي، چې په دغه پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.
باید ووایو چې د توغندیو د لګېدلو پر مهال په پارلمان کې مهمه غونډه روانه وه.
د یادولو ده، چې د افغانستان پارلمان د کابل ښار په دارالامان سیمه کې پروت دی، او شاوخوا یې د افغان پوځ مرکزونه هم شتون لري، چې د پارلمان امنیت ساتي.



