د ولسي جرګې د رئیس د کورنۍ څلور غړي په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوي

کابل ټکی کام ۰۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د کندز دولتي چارواکو رسنیو ته ویلي دي، چې تېره شپه د دغه ولایت په دښت ابدان کې یوه ترافیکي پېښه را منځته شوه، چې له کبله یې د ولسي جرګې د رئیس د کورنۍ څلور غړي وژل شوي، او ۷ نور ټپیان دي.
د کندز د امام صاحب ولسوالۍ ولسوال امان الله قریشي وایي، چې پېښه د ولسي جرګې د رئیس عبدالروف ابراهیمي د تره ځوی او د دغه ولسوالۍ د امنیه قومندان امان الله ابراهیمي د کورنۍ د موټر او د یوه بار وړونکي موټر تر منځ رامنځته شوې ده.

د ده له قوله چې په پېښه کې د ابراهیمي د کورنۍ څلور غړي وژل شوي، او ۷ نور ټپيان دي.

قریشي د اوو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بللی.

قریشي زیاته کړه، چې ټپیان د کندز مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button