د پاکستان پوځي رژيم له لوري پر کونړ د ډي‌سي توپونو بریدونو کې ملکيانو ته درانه مالي زيانونه اوښتي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وری، ۱۴۰۴ل)

د کونړ امنيتي مسوولين وايي، چې د پاکستاني پوځي رژيم له لوري د ډې‌سي توپ مرمۍ د دغه ولايت د منورې ولسوالۍ په برولو سيمه او د اسعداباد ښار په کڅۍ او ماڼو سيمو کې د ملکي خلکو پر کورونو لګېدلي، چې له امله يې خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

معلومات ښيي چې د ډېورند فرضي کرښې ته څېرمه زرګونه کورنیو خپلې اصلي مېنې پرېښي او خوندي سیمو ته کډه شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي ، د جمعې د غرمې څخه تر شپې ناوخته پورې پاکستاني پوځ د اسعداباد ښار پر ګڼو سيمو توغندیز بریدونه کړي، چې له امله يې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي او خلکو خپل کورونه خالي کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button