د یمن وسله والو ځواکونو اشغالي فلسطین کې د صهیونیستي پوځ پر مهمو اهدافو بالستیک توغندي ویشتلي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وری، ۱۴۰۵ل)

د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” اعلان کړی، چې د ایران او سیمه کې د مقاومتي جبهاتو په ملاتړ یې پر اسرائیلو لومړنی ستر پوځي برید ترسره کړی دی.

یحیی سریع شیبه وړاندې پلازمېنه “صنعا” کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال وویل، چې دغه بریدونه یې د بالستیک توغندیو په وسیله د اشغال شوي فلسطین په جنوبي سیمو کې د صهیونیستي ریژیم پر مهمو پوځي اهدافو ترسره کړي دي.

یمني ځواکونو ویلي، چې دا عملیات د ایران، لبنان او نورو جبهاتو د جهادي ډلو له هممهاله عملیاتو سره یوځای ترسره شوي او د دوی په وینا، ټاکل شوي اهداف یې په بریالیتوب سره په نښه کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات به تر هغې دوام وکړي څو د دوی اعلان شوي اهداف ترلاسه شي او پر ایران، لبنان، عراق او فلسطین د بریدونو لړۍ پای ته ونه رسېږي.

د یمن پوځ دا هم ویلي، چې دغه بریدونه یې د روان پوځي کړکیچ د زیاتوالي، د زیربناوو د هدف ګرځولو او په سیمه کې د ملکي وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي په غبرګون کې ترسره کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button