احصایې ملي اداره: تېر کال نږدې ۱۰۳ زره بهر مېشتو افغانانو ته د کاغذي تذکرو خدمتونه وړاندې شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وری، ۱۴۰۴ل)

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې په غیرحضوري ډول شاوخوا ۱۰۲ زره او ۵۳۸ بهر مېشتو افغانانو ته د کاغذي تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې شوي دي.

د ادارې ویاند محمد حلیم رفيع ویلي، دغه خدمتونه د افغانانو د اسانتیا لپاره پر بریښنايي میتودونو برابر شوي زياتوي په همدې موده کې ۱۹ زره او ۳۲۰ نوې تذکرې وېشل شوي په خبره یې د مثنی تذکرو د وېش شمېر ۶ زره او ۱۵۶ تنو ته رسېږي، چې ډېری یې له بېلابېلو هېوادونو د غوښتونکو له خوا ثبت شوي وو.

د احصایې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د تذکرو د تایید خدمتونه ۵۱ زره او ۳۷۱ کسانو تر لاسه کړي، او همدارنګه ۲۵ زره او ۶۹۱ وګړو ته د تذکرو د اصلاحي خدمتونو اسانتیاوې برابرې شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button