کورنیو چارو وزارت په هرات، غزني، خوست او فراه کې د جرمونو په تړاو ۳۸ کسان نیولي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وری، ۱۴۰۴ل)
کورنیو چارو وزارت وايي په هرات ولایت کې ۲۴ کسان د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي دي.
وزارت په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې له نیولشویو کسانو څخه ۱۲۰۱ نشهيي ګولۍ، څه باندې یو کیلو ګرام چرس او په ډېره اندازه تریاک او شیشه ترلاسه شوې ده.
وزارت همداراز ويلي، چې د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې پولیسو ۱۴ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي چې ۱۱ تنه په هرات، خوست او فراه کې د غلا په تور، او درې تنه په غزني کې د اخلاقي فساد او د وسلې د ناقانونه ګرځولو په تړاو نیول شوي دي.
د مسؤلينو په وينا، نوموړي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.



