حزبالله ځواکونو پر صهیونیستي اشغالګرو خونړي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وری، ۱۴۰۵ل)
د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزبالله اعلان کړی، چې د تېرې شپې راهیسې یې پر هغو صهیونیستي ځواکونو خونړي بریدونه ترسره کړي چې د لبنان خاورې ته داخل شوي دي.
د یادې ډلې په وینا، د مارجعیون ولسوالۍ اړوند د القنطره په سیمه کې، د اوبو زېرمتون ته نږدې، د اسراییلو پر دوو «مرکاوا» ټانکونو برید شوی دی.
حزبالله همداراز ویلي، چې د الطیبه سیمې ته نږدې یې پر هغو اسراییلي سرتېرو بریدونه کړي چې د لیتاني سیند پر لور روان وو.
د دوی په خبره، دغه بریدونه د توغندیو، توپچي مرمیو او بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) په وسیله ترسره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د صهیونیستي ریژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تر دې وړاندې ګواښ کړی و، چې د لبنان خاوره به تر لیتاني سیند پورې ونیسي.
نوموړي دا اقدام د شمالي اشغالي سیمو د امنیت لپاره د یوه « کمربند» جوړول بللي و.



