سپاه پاسداران د “ریښتینې ژمنې ۴” عملیاتو پر دوام په امریکايي- صهیونیستي اهدافو پراخ بریدونه پیل کړل

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وری، ۱۴۰۵ل)

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران”اعلان کړی، چې د «وعده صادق ۴» عملیاتو د ۸۴ مې څپې په لړ کې یې د سمندري ځواک له لوري د یوې پراخې حملې په ترڅ کې امریکايي او صهیونيستي اهداف په نښه کړي دي.

د سپاه د معلوماتو له مخې، دغه بریدونه د متحده عربي امارتو “دبۍ” په سواحلو او د «الشُیوخ» بندر په شاوخوا کې ترسره شوی، چې پکې د امریکا او صهیونیستي ریژیم اړوند ځواکونه او د هغوی تاکتیکي تجهیزات هدف ګرځول شوي دي.

تر اوسه د یاد برید د زیانونو او تلفاتو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي، او خپلواکو سرچینو هم دا ادعا لا نه ده تایید کړې.

مربوطه مطالب

Back to top button