ایران وايي، د امریکا او اسرائیل اړوند پوهنتونونه به هدف وګرځوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۴ل)

د ایران سپاه پاسداران په تازه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې په لوېدیځه اسیا کې به د امریکا او اسرائیل اړوند پوهنتونونه هدف وګرځوي.

په اعلامیه کې زده‌کوونکو او استادانو ته سپارښتنه شوې چې د خپلو پوهنتونونو له ساحو لږ تر لږه یو کیلومتر واټن وساتي.

سپاه پاسداران دا دریځ هغه بریدونو ته غبرګون بللی چې د ایران پر یو شمېر پوهنتونونو شوي دي، او یاد تعلیمي بنسټونه یې «مشروع هدفونه» بللي دي.

د دې ادارې په خبره، د امریکا او اسرائیل ملاتړ کوونکي مرکزونه به د دې پالیسۍ د دوام احتمالي نښې وي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې که د امریکا حکومت په رسمي ډول پر پوهنتونونو بمبارۍ وغندي، سپاه به له خپلو ګواښل شويو بریدونو تېر شي.

مربوطه مطالب

Back to top button