واشنګټن پوسټ: امریکا پر ایران د څو اوونیو ځمکنيو عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۴ل)

واشنګټن پوسټ د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې پنټاګون په ایران کې د څو اوونیو لپاره د احتمالي ځمکنیو عملیاتو لپاره چمتوالی پيل کړی او زرګونه ځمکني او سمندري ځواکونه منځني ختیځ ته استول کېږي، خو دا چمتووالی د بشپړ یرغل په معنا نه دی.

راپور زیاتوي چې امریکا د تېرو اوونیو په اوږدو کې د ځانګړو عملیاتو او سمندري ځواکونو ګډې احتمالي حملې ارزولې دي، چې پکې د ایران د خارک ټاپو د نیولو طرحه، د هرمز تنګي څنډو کې بریدونه، او د ایران د وسلو یو شمېر ساحلي اډو په نښه کول شامل دي.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاندې ویلي چې پنټاګون باید ولسمشر ته ټول ممکن انتخابونه برابر کړي، خو تر اوسه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

دغه راپور پر داسې مهال خپرېږي چې ټاکل شوې د پاکستان، ترکیې، سعودي عربستان او مصر د بهرنیو چارو وزیران نن په اسلام‌اباد کې د منځني ختیځ د کړکېچ د راکمېدو په اړه دوه ورځنۍ غونډه پیل کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button