کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ادعا کړې، چې تېره شپه او نن سهار وختي یې د اشغالي فلسطین په حیفا او عسقلان ښارونو کې د صهیونیستي رژیم مهم پوځي اهداف او د تېلو زیرمې په نښه کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا په تېرو ۷۲ ساعتونو کې پر اشغالي فلسطین د یمني ځواکونو له لوري اتم برید دی، چې په وینا یې د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو څخه په ګټې اخیستنې یې دقیق اهداف ویشتلي دي.
په ورته مهال د اسرائیلو ۱۲ تلویزیوني شبکې هم د بریدونو پخلی کړی؛ خو پکې د اوښتو زیانونو په اړه یې څه نه دي ويلي.


















