د هلمند ولایتي شورا: تور هلک نومي قومندان د طالبانو له برید وروسته ۱۹ ملکي وګړي ووژل

کابل ټکی کام ۰۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
هلمند ولایت چې دا مهال د طالبانو او د افغان ځواکونو د جګړو ډګر ګرځېدلی دی، د جګړو پر مهال د افغان ځواکونو له لورې ملکي وګړي په نښه کیږي، چې له کبله یې ځایي اوسېدونکي د ژوند له ګواښ سره مخ کړي دي.
د هلمند ولایتي شورا وايي، چې د روانې حمل میاشتې په دویمه نېټه طالبانو د دغه ولایت د مارجې ولسوالۍ په ترېخ ناور سیمه کې پر یوه پوسته برید وکړ، له برید وروسته د دغې پوستې تور هلک نومي قومندان د خپلې غوسې د سړولو لپاره ګنج بازار ته څېرمه پر ملکي وګړو د پیکا په مټ ډزې وکړې، چې له کبله یې ۱۹ کسان ووژل شول، او ۱۷ تنه نور ټپیان شول.
د هلمند ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخوندزاده وایي، چې دولتي ملېشو د ځوابیه برید انتقام له ملکي وګړو اخیستی دی، او وایي، چې دا یو قصدي عمل وو.
د یادولو ده، کله هم چې طالبانو پر افغان ځواکونو برید کړی، نو له تېښتې وروسته پر عامو خلکو خپلې غوسې سړوي.



