د کانونو او پټرولیم وزیر (ډاکټر داود شاه سباه) استعفا ور کړې

کابل ټکی کام ۰۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
ارګ ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي دي، د کانونو او پټرولیم وزیر ډاکټر داود شاه سبا ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړه.

سرچینو ویلي دي:

«ډاکټر داود شاه ځکه استعفا ورکړه، چې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او یو شمېر نورو چارواکو د ده د وزارت په چارو کې لاسوهنه کوله.»
یو بلې ارګ ته نږدې سرچینې هم تأیید کړې ده، چې د ډاکټر داود شاه صبا او د ملي امنیت د مشارو حنیف اتمر تر منځ سخت اختلاف وو، چې له کبله یې ولسمشر ته استعفا وړاندې کړې ده، خو سرچینه وایي، تر اوسه پورې نه ده مالومه، چې ولسمشر به د ده استعفا ومني او کنه؟
ارګ ته نږدې سرچینو همدا راز رسنیو ته ویلي دي، یوه ورځ د کانونو او د پټرولیم وزیر د ولسمشر او د ملي امنیت شورا سلاکار ته نږدې کسانو د ده په چارو کې د لاسوهنو مخالفت وکړ، نو ولسمشر ورته وویل، چې «ته زما سپارښتنو ته غوږ نه نیسې، نو له دې څخه غوره دا ده چې مستعفي شې.»
د یادولو ده، چې تېره ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسون رئیس هم د ډاکټر عبدالله عبدالله د فشار له کبله استعفا ور کړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button