کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۵ل)
د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله اعلان کړی، چې په تېرو دوو اوونیو کې یې د اسرائیلو پر بېلابېلو پوځي، استخباراتي او ستراتیژیکو مرکزونو ۱۱۰۰ عملیات ترسره کړي دي.
د یادې ډلې په وینا، دغه عملیات د اشغال پر وړاندې د دوامداره مبارزې یوه برخه ده، چې پکې د توغندیو بریدونه، د بېپیلوټه الوتکو کارول او هدفي پوځي عملیات شامل دي.
دوی ادعا کوي، چې په دغو بریدونو کې د اسرائیلو مهمې پوځي اډې، استخباراتي مرکزونه او نور حیاتي تاسیسات په نښه شوي دي.
حزب الله زیاتوي، چې دغه بریدونه د سیمې د وروستیو تحولاتو او پر لبنان د احتمالي برید د ګواښونو په غبرګون کې ترسره شوي او ټینګار کوي چې د اړتیا په صورت کې به خپل عملیات لا هم پراخ کړي.


















