امریکا کې د ولسمشر ټرمپ پر ضد پراخ لاریونونه دوام لري

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۵ل)

د امریکا د متحده ایالتونو په بېلابېلو ښارونو او ښارګوټو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد د «استبداد نه منو» تر شعار لاندې لاریونونه دوام لري.

د معلوماتو له مخې، دا لاریونونه د شنبې په ورځ د امریکا تر ۳۰۰۰ څخه زیاتو ښارونو او ښارګوټو کې د ټرمپ د پالیسيو پر وړاندې پیل شوي دي.

په دغو لاریونونو کې ګډونوالو د «استبداد نه منو» ترڅنګ «ټرمپ دې همدا اوس ولاړ شي» شعارونه هم ورکړي دي.

د لاریونونو تنظیموونکي دا په امریکا کې له سترو اعتراضي حرکتونو څخه یو بولي.

مربوطه مطالب

Back to top button