بدخشان کې د کانونو شرکتونو له لوري ۳۶ پراختیایي پروژې پیل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۴ل)

د بدخشان والي محمد اسماعیل غزنوي وايي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کانونو د شرکتونو له لوري ۳۶ پراختیایي پروژې پيل شوې.

نوموړی زياتوي، یادې پروژې د فیض‌آباد ښار او شهربزرګ ولسوالۍ په کچه د سړکونو او پلونو جوړولو، د جوماتونو رغولو، د برېښنا څراغونو لګولو او د اوبو د څاګانو کیندلو برخې پکې شاملې دي.

د ده په وینا، د دې پروژو پلي کېدل به د بدخشان د خلکو پر ژوند مثبت اغېز ولري او ګڼې سیمه‌ییزې ستونزې به راکمې کړي.

سیمه‌ییز مسوولین زیاتوي، چې د دغو ۳۶ پروژو تر څنګ د ا.ا له بودجې یو شمېر نورې سترې پروژې هم منظور شوې دي، چې د عملي کېدو وروسته به د بدخشان د اوسېدونکو اقتصادي او ټولنیزې اړتیاوې په پراخه کچه پوره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button