کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۵ل)
د اسرائیلو پوځ په یوه بیړني اعلان کې ویلي، چې د لبنان په جنوبي سیمو کې د روانو ځمکنیو نښتو پر مهال یئ یو سرتېری وژل شوی دی.
د پوځ د معلوماتو له مخې، دغه سرتېری د عملیاتو پر مهال د مقاومت ځواکونو سره په مستقیمو نښتو کې وژل شوی، خو د پېښې د دقیق ځای او وخت په اړه نور جزییات نه دي شریک شوي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې په جنوبي لبنان کې د اسرائیلي ځواکونو او د لبنان د مقاومتي غورځنګ حزب الله ترمنځ نښتې په وروستیو ورځو کې زیاتې شوې دي او دواړه لوري د یو او بل پر پوځي اهدافو د بریدونو ادعاوې کوي.
تر اوسه د وژل شوي سرتېري هویت نه دی خپور شوی، او د پېښې په اړه نور جزئیات هم نه دي روښانه شوي.


















