وال سټرېټ ژورنال: ټرمپ د هرمز تنګي له پرانیستلو پرته د جګړې پای ته رسولو ته چمتو دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۵ل)

د وال سټرېټ ژورنال د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي، چې چمتو دی د هرمز تنګي له پرانیستلو پرته د ایران پر ضد پوځي عملیات پای ته ورسوي.

د راپور له مخې، امریکايي چارواکي باور لري چې د دې مهمې سمندري لارې جبري پرانیستل به جګړه اوږده او لا پېچلې کړي.

وال سټرېټ ژورنال لیکي، چې ټرمپ ته یې سلاکارانو مشوره ورکړې، چې هره ورځ د ایران په جګړې تر یو ملیارد ډالرو مصرف راځي، چې دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ګران بیه جګړه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button