کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۴ل)
د اسراییلو پوځ ويلي، چې په جنوبي لبنان کې د وروستیو جګړو پر مهال څلور سرتېري وژل شوي دي.
وژل شویو کې ضابط نوعام مدموني، سرتېری بن کوهن، او سرتېری مکسیم انټیس د ناحال د استخباراتي واحد غړی شامل دي. د څلورم وژل شوي سرتېري نوم لا نه دی خپور شوی او وروسته به اعلان شي.
دغه پېښه د اسراییلو او لبنان ترمنځ په جنوبي سرحدي سیمو کې د جګړې په ترڅ کې رامنځته شوې ده.


















