کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ د رسنیو دفتر مشر نصرالدین عامر کابل ټکی کام ته ویلي، چې د صهیونیستي رژیم او د هغو د ملاتړو پر وړاندې به د دوی مقاومت تر هغې دوام لري، څو بشپړه بریا ترلاسه شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې روانه جګړه یوازې د یوې سیمې موضوع نه ده، بلکې دا د ټول اسلامي امت پر وړاندې یو ښکاره یرغل دی.
د هغه په وینا، پر فلسطین، لبنان، ایران او عراق روان بریدونه د اشغالګرو له لوري د اسلامي هېوادونو پر حاکمیت او عزت مستقیم تېری بلل کېږي.
نصرالدین عامر زیاته کړې، چې د دغو بریدونو پر وړاندې د مقاومت محور ورځ تر بلې پیاوړی کېږي او د سیمې د ملتونو ترمنځ د یووالي اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې ده.
هغه وویل: «موږ باور لرو چې د حق لوری به بریالی کېږي او دا مقاومت به تر وروستۍ بریا پورې روان وي.»
هغه همداراز د اسلامي هېوادونو پر حکومتونو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې پر ځای د دې چې د اشغالګرو پر وړاندې ګډ دریځ خپل کړي، ډېری هېوادونه یوازې د پېښو ننداره کوي او یا هم په خپلو کې اختلافات لري.
د انصارالله د رسنیو مسؤل له اسلامي امت وغوښتل، چې د فلسطین او نورو اغېزمنو هېوادونو ملاتړ وکړي او د اشغالګرو پر وړاندې یو موټی دریځ خپل کړي.


















