سپاه پاسدران: د “ریښتینې ژمنې ۴” عملیاتو ۸۹مه څپه په بریالیتوب پای ته ورسېده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۵ل)

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسدران) اعلان کړی، چې د “وعد صادق ۴” عملیاتو په لړ کې یې د ۸۹مې څپې بریدونه د امریکا او صهیونیستي رژیم پر اهدافو ترسره کړي دي.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه بریدونه د سیمې په بېلابېلو سیمو کې د امریکایي او صهیونیستي اهدافو پر وړاندې ترسره شوي دي.

د اعلامیې له مخې، په دې عملیاتو کې له ۱۰۰ څخه ډېر درانه توغندي، انتحاري بې‌پیلوټه الوتکې او شاوخوا ۲۰۰ راکټ ویشتونکې دستګاوې کارول شوې دي.

د سپاه پاسداران په وینا، یاد بریدونه د اشغالي فلسطین په شمالي او جنوبي سیمو متمرکز وو او مهم هدفونه یې په نښه کړي دي.

اعلامیه زیاتوي، چې دغه عملیات د ایران د وسله‌والو ځواکونو او د مقاومت جبهې ترمنځ په همغږۍ ترسره شوي او د سیمې پراخه جغرافیه یې تر پوښښ لاندې راوستې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button