کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۵ل)
د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، وروسته له هغې چې د امريکا له خوا د خپلې F-15 الوتکې پيلوټ ژغورلو هڅې ناکامې شوې، اوس هڅه کوي چې پيلوټ د بمبار په وسیله ووژني.
ځايي سرچينې وايي، تېره شپه څو امریکایي جنګي الوتکو د ایران په کهکیلویه ولایت کې ځینې سیمې بمبار کړي، ځکه فکر کوي چې پيلوټ هلته شتون لري.
راپورونه زیاتوي چې امریکایي ځواکونه له دویم پيلوټ د موندلو څخه مایوسه شوي او غواړي د هوايي برید له لارې هغه ووژني.
ايران لا هم د امریکا د پيلوټ د موقعیت معلومولو او د بریدونو د اغېزو په اړه خپل اقدامات جاري ساتلي دي.


















