کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۵ل)
د نيويارک ټايمز د راپور له مخې، د کویټ د مالیې وزارت ویلي یوه ودانۍ چې څو دولتي وزارتونه پکې موقعیت لري، د شنبې په ماښام د ایراني بېپيلوټه الوتکو له برید سره مخ شوې ده.
په یاده ودانۍ کې د مالیې، عدلیې، سوداګرۍ او صنعت وزارتونه میشت دي.
د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې په برید کې هیڅ ځاني تلفات نه دي اوښتي.
وزارت زیاته کړې چې د یکشنبې په ورځ به ټول کارکوونکي په خوندي ډول له لرې واټن څخه خپلې دندې ترسره کړي.


















