کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۵ل)
د رويټرز د راپور له مخې، ایران د بحرین په سترة–المعامیر سیمه کې د بابکو تېلو فابریکه د توغنديزو او بې ځان مرګو ډرون بریدونو سره په نښه کړې چې له امله یې په ياده فابريکه کې ستره اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
د بحرین د مدني دفاع وزارت ویلي، دوی د اور د کنټرول لپاره بیړني اقدامات کړي او هڅې کوي چې د فابریکې نورې برخې خوندي پاتې شي.
راپورونه ښيي چې په برید کې د فابریکې لویې برخې ویجاړ شوي دي.
سرچینې د سیمې د اوسیدونکو لخوا خپور شوی ویډیوګانې هم خپرې کړې چې په کې د اور لګېدلو صحنې ثبت شوي، خو د ځاني تلفات په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.


















