یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د سردار احمد خبریال او بشیر احمدریان پرتله

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
مارچ 29, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
11
ځلې شریک شوی
143
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: اسد بری

په ګران هیواد باندي له ظالمانه یرغل وروسته افغانان د ډېرو ویرجنو صحنو شاهدان تېر شوي دي په ودونو له بمبارونو رانېولې دشپې په کورونو دچاپواو دزندانونو له ډکولو رانېولې دسترو سترو علمي شخصیتونو دترور او وژنو پوري . دتېري یکشنبې په ورځ د مشهور لیکوال او استاد انجنیر عبدالله ګل ریان صاحب دکشر زوی شهید بشیراحمد ریان دشهادت خبر خپور شو . بشیر احمد ریان په کندهار پوهنتون کې د دری ادبیاتو د دریم کال محصل وو چې شاوخوا درې میاشتي وړاندي دملي امنیت له لوري نیول شوی وو او دتېري یکشبې په ورځ یې جسد په سپين بولدک ولسوالۍ کې له یوه غره سره وموندل شو ، بشیر احمد ریان په خپل کم عمر کې یواځي یو علمي شخصیت ، لیکوال ، او دپوهي دخپراوي په مقصد یو ژباړن وو چې په دې برخه کې دده په لیکلو او ژباړل شوو اثارو باندي ښه استدلال کېدلای شي .

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نوموړی له خبریال ویب پاڼي سره د ژباړي په برخه کې همکار هم پاته شوی وو ، له امریکایي یرغل وروسته چې ټول معیارونه سرچپه اوښتي او ددین دوستو او علمي شخصیتونو ترور دستایني وړ  ګڼل کیږي او بالعکس دپردیو دمزدورانو وژنو ته تروریزم او دهشتګردي ویل کیږي نو ځکه دشهید بشیراحمد ریان په مرګ هم ټولي هغه ټولني او ادارې پټه خوله دي چې په تشو شعارونو یې زموږ دغوږونو پردې شکولي، دوی چې ټول اکمالات یې دیرغلګري امریکا دکانګریس له تائید وروسته ورته حاصلیږي یواځي دګوډاګیانو په مرګ او وژنه باندي خفګان ښکاره کوي خو دبشیر احمدریان غوندي آزادو،ژورنالیستیکو او علمي شخصیتونو په ترور او وژنو باندي غوږ هم نه ګروي .

ښه به داوي چې ددوی ددغه عمل داثبات لپاره یواځي په یوه مثال  اکتفا وکړو .

د۲۰۱۴ کال دمارچ میاشتي په ۲۰مه نیټه دکابل ښار په تر ټولو خوندي ځای سرینا هوټل باندي طالبانو ډله ییز برید وکړ ، په برید کې د سردار احمد په نامه دیوه خبریال دوژلو خبر نشر شو ،دا چې سرداراحمد دچا له خوا په نښه شو تراوسه یې هم هیڅ درک نه دی معلوم ، هغه مهال مطبوعاتو او دولتي چارواکو له تحقیق پرته  په پرلپسې توګه د سردار احمد دمرګ پړه په طالبانو ور اچوله که دهغه مهال د مطبوعاتو شور  او دیوه خبریال دنامعلومي وژني په هکله ددوی مرثیې او تحلیلونه یادوو نو بسته کتاب به ترې جوړ شي . دا چې سر دار احمد څوک وو او ولي یې دمرګ خبر ته دومره مطبوعاتو کوریج ورکول شو راځئ چې دیرغل له سرخېلانو یې واورو .

هغه مهال د ‌‌ایلاف په نامه انټرنیټي ویب پاڼي چې له لندن څخه خپریږي دسردار احمد دژوند په اړه لیکلي وو :

(په فرانس پریس کې د دندې تر څنګ، نوموړی د امنیتي چارو متخصص هم و، په دقت، استقامت او ژوندیو څېړنو یې شهرت درلود، نوموړي د ( پرسیستان ) په نامه یو محلي خبري آژانس هم درلود، چې بهرنیو خبرنګارانو او نورو بهرنیانو ته یې د ترجمې سهولتونه برابرول! کوم به چې افغانستان ته د کار او یا چکر لپاره راتلل)  ( نوموړی د خپلو ملګرو په منځ کې په ذکاوت، حماست او تاند قلم لرونکي پېژندل شوی و،  په انګریزۍ ژبه بشپړ برلاسی و، په ځانګړي ډول په امریکايۍ لهجه خبرې کولو یې د ټولو پام ځان ته اړولو، له همدې کبله یې د بګرام په هوايي ډګر کې د دندې فرصت تر لاسه کړی و)

فرانس پریس په ۲۰۰۳ کال کې له سردار احمد سره په افغانستان کې د امریکې په مشرۍ د ناټو د ورځنیو مطبوعاتي کنفرانسونو په اړه د راپورونو د برابرولو لپاره تړون وکړ، مګر نوموړی په ډېر کم وخت کې په کابل کې د فرانس پریس د دفتر یو وتلی خبریال شو)

دیوه افغان خبریال په هکله دایلاف ویب پاڼي دا ډول څرګندوني موږ ته راښیي چې سردار احمد څوک وو او چاته یې اهمیت لاره ؟

که ایلاف یوه آزداه ویب پاڼه وګڼو او څرګندوني یې بې اهمیته او مبالغه آمیزه وګڼو نو د فرانسې دولسمشر فرانسو اولاند او دامریکا دبهرنیو چارو د وزیر  څرګندوني چې دسردار احمد په هکله یې کړي څه پرې وکړو ؟

فرانسو اولاند هغه مهال دسردار احمد په هکله ویلي وو چې : (د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د شنبې په ورځ د فرانس پریس د خبریال سردار احمد په مرګ خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه… ولسمشر د فرانس پریس آژانس د ادارې د مجلس رئیس ایمانویل هوګ ته په یوه فکس کې  وویل: ( فرانس پریس آژانس د ویر په ټغر ناست دی ) اولاند زیاته کړه: ( سردار احمد په داسې حال کې ووژل شو چې خپله دنده یې تر سره کوله! هغه یو با استعداده او له خپلې دندې سره مینه لرونکی خبریال و! نوموړي افغاني پیچلی وضعیت په آسانه او ځیرکه توګه وړاندې کولو )

اولاند وویل: ( دغه غمیزه په هغو ګواښونو ښه رڼا اچولی شي کوم چې د فرانس پریس همکاران ور سره مخ کېږي! او هغه خطرونه ښيي چې دوی د فرانس پریس د پرمخ بیولو لپاره په کار کولو ګواښي)

اولاند خپلې خبرې په داسې حال کې چې د فرانس پریس آژانس د ادارې دمجلس رئیس یې مخاطب کولو په دې ډول پای ته ورسولې: ( له تاسو غواړم چې دسردار احمد له کورنۍ او نورو ډېرو ملګرو سره یې زما د خواخوږۍ او یووالي احساس ور ورسوئ! او زما په ژبه د فرانس پریس ټولو کارکوونکو ته د مرستې خبر ور کړئ ) http://aawsat.com/home/article/62931

دسردار احمد خبریال ګټه دخپل اولس په ځای یرغلګرو او دهغوی همکارانو ته رسېدله ځکه خو یې دده دمرګ خبر دهري خپروني په سر کې واړاوو را واړاوو .

اجیرو قلموالو او تش په نامه آزادو ټولنو چې هغه مهال  داولاند او نورو غربیانو په معشوق پسي اوښکې تویولې نن یې د بشیر احمد ریان په شهادت  ګونګي روژې نیولي دي.

دا ځکه چې دبشیر احمد ریان ګټه یواځي یواځي خپل اولس ته رسېدله نه له کوم غربي آژانس سره همکار وو او نه یې په غلامي کې تردې اندازې ستړی وو چې په مرګ یې د اولاند او جانکیري غوندي لوړ پوړي چارواکي خواشیني څرګنده کړي . لکه مخکي چې مو یادونه وکړه د سردار احمد وژل تراوسه هم نا معلوم دی چې د چا له لوري په نښه شوی دی ؟  آيا رښتیا هم دطالبانو له لوري په نښه شو که دغربیانو او دهغوی دګوډاګیانو له لوري ؟ که یې ومنو چې رښتیا هم طالبانو وژلی دی نو دسردار احمد په هکله خو یواځي د غربي لوړ پوړو چارواکو څرګندونکي کافي دي . خو د بشیر احمد ریان وژنه د سردار احمد په څېر مرموزه هم نه ده بلکه قاتل یې معلوم او جرم یې نا معلوم  دکندهار پوهنتون مسؤلین او  محصلین هم په دې برخه کې باید خپل مسؤلیت تر سره کړي دقاتل په ضد یې یوه خوله شي او له وخت او تدبیر سره سم دخپل شهید ملګري انتقام ترې واخلي .

مخکینې مطلب

دوسمال لنډه کيسه/ خوشال درانی

بل مطلب

بندې مقررۍ او ازادې استعفاګانې

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com