کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ويلي، چې تېره ورځ له بېلابېلو لارو افغانستان ته ۵۴۴ کورنۍ چې ۲۸۱۹ تنه غړي یې لري، په خوندي توګه راستانه شوي دي.
راپور کې راغلي چې د ټرانسپورټ او لېږد کمېټو په وینا، راستانه شوي کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې او هغوی ته د لېږد لپاره کرایه هم ورکړل شوي او د مالي چارو کمېټې له خوا له ۴۵۴ کورنیو سره مجموعاً مالي مرستې شوي دي.
د روغتیا، غذا، مخابرات او عامه پوهاوي کمېټې هم د راستنېدونکو کډوالو لپاره بېلابېل خدمات وړاندې کړي، چې پکې د روغتیايي مرستو ترڅنګ ۴۶۲ سیمکارتونه د وړیا دقیقو او انټرنېټي بستې سره وېشل شوي دي.


















