ګوتریش: پر لبنان بریدونه سیمه کې د سولې هڅې له ګواښ سره مخ کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۵ل)
د ملګرو ملتونو سرمنشي “انتونیو ګوتریش” د اسراییلو له لوري پر لبنان وروستي بریدونه غندلي او خبرداری یې ورکړی چې روانې نښتې په سیمه کې د سولې هڅې له جدي ګواښ سره مخ کوي.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د لبنان پر بېلابېلو سیمو پراخ بریدونه د سلګونو ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې لامل شوي، چې پکې ماشومان هم شامل دي او ملکي بنسټونو ته هم درانه زیانونه اوښتي دي.

ګوتریش زیاته کړې، سره له دې چې د امریکا او ایران ترمنځ موقتي اوربند اعلان شوی، خو په لبنان کې د پوځي عملیاتو دوام کولای شي د اوربند فضا کمزورې کړي او د سیمې د دوامدارې سولې هڅې زیانمنې کړي.

نوموړي پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې ژر تر ژره جګړې ودروي او شخړې د دیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

نوموړي ټینګار یې کړی چې د منځني ختیځ د روان بحران لپاره پوځي حل لاره شتون نه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button