دفاع وزارت: له پاکستان څخه راوړل شوي لسګونه قبضې تفنګچې، مهمات او مخدره مواد ونیول شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۵ل)

د ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو استخباراتي او کشفي منسوبینو نن ورځ د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کشفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ قبضې لاسي تفنګچې، ۱۰ کارتنه پټاقۍ او ۲۰ کلچې تریاک نیولي دي.

وزارت په خبرپاڼه کې زیاتوي، چې نیول شوي توکي له پاکستان هېواد څخه افغانستان ته راوړل شوي وو او د افغان دفاعي ځواکونو له لوري ضبط او ترلاسه شوي دي.

چارواکي ټینګار کوي، چې دغه عملیات د سرحدي امنیت د پیاوړتیا او د غیرقانوني توکو د وارداتو د مخنیوي لپاره ترسره شوي، او د قانوني اقداماتو بهیر یې روان دی.

مربوطه مطالب

Back to top button