جنوبي لبنان کې حزب الله ځواکونو ۳ صهیونیستي ټانکونه ویجاړ کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۵ل)

د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب‌الله اړوند “رضوان” ځانګړو ځواکونو ادعا کړې، چې په جنوبي لبنان کې یې په صهیونیستي پوځیانو بریالي عملیات ترسره کړي دي.

د دوی په وینا، په دې عملیاتو کې د اشغالګرو درې شوبلې په بشپړه توګه ویجاړ شوي او پکې سپاره پوځیان هم وژل شوي دي.

حزب‌الله ټینګار کړی، چې دغه برید یې په لبنان د صهیونیستي اشغالګرو د تېرې ورځې د وحشیانه هوایي بریدونو په غبرګون کې ترسره کړی دی.

حزب الله یوځل بیا ټینګار کړی، چې د اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button