د اسرائیلو روغتیا وزارت: د ایران بریدونو کې د ټپیانو شمېر له ۷ زرو واوښت

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۵ل)

د اسرائیلو روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې پر تل‌ابیب د ایران، لبنان او یمن د بریدونو له امله د ټپیانو شمېر له ۷ زرو اوښتی دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، د یاد وزارت په حواله دغه شمېر ۷ زره ۴۵۱ تنو ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ دوه اوونیز اوربند رامنځته شوی او ټاکل شوې ده، چې په اسلام‌اباد کې د دواړو لوریو ترمنځ مذاکرات پیل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button