د ننګرهار روداتو کې نامعلومو وسله والو ۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۱۰حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږياڼي رسنیو ته ویلي دي، چې د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو له لورې ۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خوږیانی وايي، وژل شوي او ټپیان شوي، ټول سپین ږیري دي، چې تېر ماښام جومات ته په لاره کې د نامعلومو وسله والو له لورې پرې ډزې وشوې.
د ده له قوله چې په دغه پېښه کې درې کسان وژل شوي دي، او دوه نور ټپيان دي.
لا تر دا مهاله پورې کومې وسله والې ډلې يې په اړه څه نه دي ویلي.



