کابل کې د ننۍ چاودنې له کبله، د یوولسمې حوزې د پولیسو آمر له دندې ګوښه شو

کابل ټکی کام ۱۰حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د افغانستان د کورنیو چاور وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې په کابل کې د ننۍ چاودنې له کبله یې د دغه ولایت د یوولسمې حوزې د پولیسو آمر عصمت الله اکبري له دندې ګوښه کړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیقي وايي، چې دوی پلازمینې کابل ته د ننۍ پېښې د څېړنې په اړه یو پلاوی استولی دی، تر څو د یوولسمې حوزې د پولیسو څخه د پېښې په اړه مالومات واخلي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیقي د یوې پرېکړې له مخې ویلي دي، چې له دې وروسته که د کابل په هره سیمه کې کومه پېښه را منځته کیږي، د پولیسو مسئولین به له دندو ګوښه کیږي.

د یادولو ده، چې نن سهار ۹:۳۰ بجې د کابل د یوولسمې حوزې په مربوطاتو کې یوه چاودنه وشوه، چې هدف یې د ولسي جرګې پخوانی غړی رفیع ګل افغان وو.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button