کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون وايي، تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۸۵۰ افغان کډوالې کورنۍ چې د کسانو تعداد ۴۴۸۶ تنه کيږي هېواد ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، ډېری راستنېدونکي د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو لار او اسلام کلا له لارو هېواد ته داخل شوي دي.
راپور زياتوي، له راستنېدونکو څخه ۶۰۰ کورنۍ او ۳۲۶۲ تنه بېلابېلو ولايتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوي او د ترانسپورټ لپاره ورسره نغدي کرایه هم مرسته شوې ده. همداراز له ۶۹۳ کورنيو سره نغدي مرستې ترسره شوې دي.
د کمېسيون د معلوماتو له مخې، راستنېدونکو کورنيو ته روغتيايي خدمات، خوراکي توکي، عامه پوهاوی او ۹۱۱ عدده سيمکارتونه هم وېشل شوي دي، څو له اړينو اسانتياوو برخمن شي.


















