کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
د متحده عربي امارات حکومت ويلي، چې د مئ میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به د OPEC او OPEC+ له غړیتوبه ووځي.
د اماراتو د انرژۍ وزیر سهیل المزروعي ویلي، له اوپېک او غړو هېوادونو سره د اوږدې مودې همکارۍ مننه کوي.
متحده عربي امارات له ۱۹۷۱ کال راهیسې د اوپېک غړی و او د سازمان له سترو تولیدوونکو هېوادونو څخه شمېرل کېده.
شنونکي وايي، امارات هڅه کوي خپل اقتصاد د نفتو له تکیې راوباسي او سوداګرۍ، ګرځندوی، ټرانسپورټ او مصنوعي ځیرکتیا ته زیات پام وکړي.
اوپېک د نفتو صادرونکو هېوادونو هغه نړیوال سازمان دی چې په ۱۹۶۰ کال کې جوړ شو او موخه یې د غړو هېوادونو د نفتو پالیسۍ همغږي کول او د نړیوال بازار د بیو ثبات ساتل دي. دغه سازمان د تولید کچې په ټاکلو سره د نفتو پر نړیوال بازار اغېز لري. اوپېک له اماراتو تر وتلو وروسته ۱۱ اساسي غړي هېوادونه لري چې پکې سعودي عربستان عراق ایران کویت لیبیا نایجیریا او نور شامل دي.


















