کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د دوستانه او ورورګلو اړیکو پراخولو ته ژمن دی او د دواړو هېوادونو همکارۍ ستراتېژیک اهمیت لري.
میرضیایف په تاشکند کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان خلک د بډایه کلتور لرونکي وبلل او ویې ویل، چې د کابل او تاشکند ترمنځ د شراکت پیاوړتیا د ګډې اقتصادي ودې لپاره مهمه ده.
هغه زیاته کړه، د افغانانو هڅه او کاري وړتیا کولی شي د اقتصادي همکاریو د پراخېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا ټینګښت لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

















