ایران: ځواکونه یې په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال ویلي، چې په “هرمز تنګي” بشپړ کنټرول لري.
د نوموړي څرګندونې وروسته له هغې شوي چې امریکا سیمې ته د خپلو نورو جنګي بېړیو د لېږلو خبر ورکړی دی.
هغه ټینګار کړیو چې د سیمې امنیت باید د سیمې د هېوادونو له خوا خوندي شي او د بهرنیو ځواکونو حضور نه یوازې ستونزې نه حلوي، بلکې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل هم ګرځي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي ویلي، چې هرمز تنګی د نړیوالې انرژۍ او سوداګرۍ له مهمو لارو څخه دی او تهران د دې لارې د امنیت ساتنې وړتیا لري.

مربوطه مطالب

Back to top button