قالیباف ټرمپ ته: د خبرو او جګړې ترمنځ یو انتخاب کړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي شورا مشر “محمد باقر قالیباف” ټرمپ ته په خطاب کې ویلي، چې د خبرو او جګړې ترمنځ یو وټاکه او په خبره یې تهران د هر ډول انتخاب او احتمالي سناریو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
قالیباف دغه څرګندونې د دښمنانو پر وړاندې په یوه پیغام کې کړې او ټینګار یې کړی، چې ایران به د هر ډول ګواښ او تېري پر وړاندې مناسب او پرېکنده غبرګون وښيي.
هغه ویلي، د ایران ملت او وسلهوال ځواکونه د هېواد د امنیت او ملي ګټو د دفاع لپاره بشپړ چمتو دي او هېچا ته به د فشار او ګواښ اجازه ورنه کړي.
د ایران د اسلامي شورا مشر همداراز ټینګار کړی، چې د تهران د اقداماتو څرنګوالی به د دښمن لپاره غیر متوقع او حیرانوونکی وي.



