ټرمپ: د ایران په تړاو د هوکړې وروستي پړاو ته رسېدلي یو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر “ټرمپ” ویلي، چې د عربي هېوادونو، ترکیې، پاکستان او اسراییلو له مشرانو سره یې د ایران په تړاو په لوړه کچه خبرې کړې دي او اوس یوازې د هوکړې وروستي کېدل پاتې دي.
ټرمپ زیاته کړې، د دغې هوکړې له مخې به د هرمز تنګی هم پرانیستل شي او سیمه به د اقتصادي او امنیتي پلوه نوي پړاو ته داخله شي.
خو د ایران نیمه رسمي دولتي خبري آژانس د ټرمپ دغه څرګندونې له واقعیت لرې بللې او ټینګار یې کړی چې د هر ډول هوکړې له مخې به د هرمز تنګی د ایران تر مدیریت لاندې پاتې وي.
فارس خبري اژانس همداراز ویلي، چې په روانو مذاکراتو کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه، چې د احتمالي هوکړې مهم عنصر ګڼل کېږي، تر اوسه جدي او مستقیم بحث نه دی شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button