ایران: روان وضعیت حساس او ټاکونکې مرحلې ته رسېدلی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقایې” ویلي، چې په تهران کې د پاکستاني لوړپوړو چارواکو حضور ښيي چې اوسنی وضعیت «حساس او ټاکونکې مرحلې» ته رسېدلی دی.
بقایي زیاته کړې، چې ایران ځکه د اټومي خبرو د جزئیاتو په اړه معلومات نه خپروي، چې د هغه په وینا، مخکې هم د مذاکراتو تفصیل له رسنیو سره شریک شوی و، خو «د مقابل لوري اضافه غوښتنو» وضعیت د جګړې پر لور سوق کړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې تهران به د خپلو ملي ګټو او اصولو پر بنسټ پرېکړې وکړي او د هر ډول احتمالي توافق په اړه به په مناسب وخت کې معلومات خپاره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button